د امریکا د سازش بیانیه پریښودو په اړه او د عمران خان د مرکې په اړه د چوهدري فواد غبرګون مخې ته راغلې دې

0
199

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د عمران خان دريځ د غلط رپورټنګ په نتيجه کښې د امريکې د سازشي بيانيه پريښودو بللې دې۔

په یوه مرکه کې فواد چوهدري ویلي امریکا په عمران خان برید سخت غبرګون ښودلی، مونږ له امریکا سره دښمني نه غواړو، مونږ غواړو چې امریکا دې مونږ ته غلامان نه ګڼي، د راپور ورکولو معیار ډیر ټيټ شوی دی. ټکي موټ کړئ، په فایننشل ټایمز کې اصلي کلمې توپیر درلود.
هغه وويل دامريکا پاليسي ډيره واضحه ده چې مونږ امريکا سره ښې اړيکې غواړو، مونږ يواځې دا غواړو چې امريکا دې مونږ ته دغلام په سترگه نۀ گوري، مونږ دهغوي سره هم هاغه اړيکې غواړو چې هند سره لري.

فواد چوهدري وويل امريکا سره يې اړيکې خرابې نه دي، امريکا په عمران خان بريد سخت غبرګون ښودلى، د پټو ناستو خبره نشته، زمونږ مشران او نور غړي به امريکا سفارت ته د بلنې په مهال ضرور ځي، هغه زیاته کړه چې مونږ امریکا سره هيڅ دښمني نشته خو دوی دې په مونږ په زوره امر نه کوي.

Leave a reply