د عمران خان په کور کې د ۹۰ لکو روپو په لګښت د بلیټ پروف شیشې لګولو کار پیل شوې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور زمان پارک کې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د استوګنې د امنیت د زیاتولو پرېکړه شوې ده.

سرچينې وايي په زمان پارک کې د عمران خان په استوګنځي کې د بلټ پروف شيشې لګول پيل شوي دي.
دسرچينو له مخې زمان پارک کې دعمران خان په کور کې دبلټ پروف شيشې نصبولو کار پيل شوى، دهغه کور ٧ کړکۍ لري چې پکې به ٣٥ بلټ پروف شيشې لگول کيږي.

سرچينې وائي دبلټ پروف شيشې قيمت 9 مليونه روپۍ دى چې عمران خان به دخپل جيب څخه ورکوي.

Leave a reply