ښور کښې پولیسو خطرناکه ډله نیولې ،دې ډلې غړیو به په لارو کښې شوکې او غلا کوله

0
147

پیښور کښې پولیسو خطرناکه ډله نیولې په لارو کښې به شوکې او غلا کوله
باغی ټي وي رپورټ
پیښور کښې خطرناک غله نيول شوي، دې کسانو څخه غلا شوي موبايلونه او وسلې هم ترلاسه شوي دي.
د شهيد گلفت حسين پوليس سټيشن اهلکارو په ښار کښي د ټوپک په زور د ښاريانو څخه روپۍ اخستلو یوه خطرناکه ډله نیولې ده او دري تورن کسان ئي نيولي دي چي د خلکو څخه په قيمتي سامان او روپۍ غلا کولو کښي ککړ دي۔
دريوؤ ملزمانو د لومړنيو پلټنو په مهال په يو شمير پيښو اعتراف کړي دي، د دوي قبضي نه 19 قيمتي موبائيلونه او په پيښو کښي استعماليدونکي وسله هم ترلاسه شوي دي، د ټيلي فونونو اصلي مالکان ګرفتار کړي شوي او اصل مالکانو ته ئي حواله شوي دي۔ په داسې حال کې چې د نورو موبايلونو مالکان به هم ټريس او حواله کړل شي.همدارنګه له نيول شويو کسانو څخه د نورو پلټنو لړۍ روانه ده چې له هغې څخه د نورو مهمو انکشافاتو تمه ده.

Leave a reply