لنډي کوتل کښې خلک شکایت کوي چې نانبایان په ګران قیمت روټۍ خرڅوي

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په سرښار لنډۍ کوتل بازار کې د ډوډۍ په نرخونو کې پرله پسې زیاتوالي او د روټۍ کم وزن له وجهې ځایی خلک شکایت کوي.
دا معلومه شوې ده چې د ځایی انتظامیه له لوري رسمي نوټیفیکیشن هم جاري شوي دې خو دې نانبایانو له لورې ددې خلاف ورزي روانه ده او انتظامیه هم ددوی په ضد څه کاروایی نه کوي.
د ځایی سرچینو مطابق په لنډیکوتل بازار کښې نانبان کم وزن روټې په زیات قیمت خرڅوي.
دا خبره د یادونې ده چې د ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان په لارښوونه د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر لطف الرحمان په ورسک روډ باندي د بازارونو د معاينې په مهال زياتره دوکانداران د کم وزن روټي خرڅولو او د دوکانونو نه بهر په غیر قانوني توګه سامان ساتلو په تور نيولي دي.
په لنډیکوتل کښې هم خلکو غوښتنه کړې ده چې ځایی انتظامیه دې دې دوکاندارانو په ضد قانوني کاروایی وکړي چې کم وزن لرونکې روټۍ په ګران نرخ خرڅوي.

Leave a reply