پیښور کښې پولیو کمپاین په اړه مهمه غونډه شوې، انتظامی افسرانو ژمنه کړې چې د پولیو ناروغۍ په ضد دې کمپاین کښې به فعاله رول ولوبوي

0
186

باغی ټي وي رپورټ
د صوبې سرښار پيښور کښې د ضلعي انتظاميې تر څارنې لاندې د پوليو اووه ورځنې مهم د نومبر په 28مه نيټه شروع کيږي په دې لړ کښې د ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې وه چې پکښې ايډيشنل ډپټي کمشنر (پيښور) اوو۔ ریلیف) محمد عمران خان، انتظامي افسرانو، د ضلعي هيلته افسر ډاکټر محمد ادريس، ډپټي ضلعي پوليو افسر ډاکټر نويد خورشيد، ډپټي ضلعي پوليو افسر ډاکټر سيف الله، د اين سټاپ افسر ډاکټر نير جمال، کميونيکيشن افسر فيصل خان پشمول انتظامي افسرانو د روغتیا ریاست، پولیسو او نورو څانګو افسرانو ګډون کړی و
په غونډه كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په اړه تفصيلي خبرې وشوې د ډپټي کمشنر پېښور ترمخه د نومبر له 28مې نيټې څخه پيل شوي د پوليو ضد مهم په مهال 866603 ماشومانو ته د پوليو څاڅكي څاڅكي وركول كيږي كوم لپاره چې 2496 ټيمونه جوړ كړې شوي دي۔ او د دې ټیمونو د امنیت لپاره کافي انتظامات شوي دي.
د پيښور ډپټي کمشنر شفيع الله خان له والدينو غوښتنه کړې ده چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي تر څو د دايمي معذورۍ نه بچ شي او د پوليو ضد ټيمونو سره دې همکاري وکړي تر څو پيښور نه د پوليو وائرس ختم کړے شي۔ هغه وويل د پوليو په له منځه وړلو کې به خپل رول ولوبوو او د پوليو له منځه وړل يوازې زموږ په ګډو هڅو سره ممکن دي.

Leave a reply