پیښور کښې د نشه ی توکو په ضد کمپاین او د په نشه روږدو کسانو د علاج کولو کمپاین دوام لري

0
163

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي د مخدره موادو څخه پاکه سیمه کمپاين په بریالیتون سره دوام لري.
په صوبايي سرښار پيښور کې د کمشنر پيښور ډويژن رياض خان محسود او ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان په مشرۍ کې د بحالۍ په مرکزونو کې د علاج لاندې خلکو د بحالۍ عمل په زور سره روان دی.
انتظامي افسرانو د پيښور مختلفو بحالئ مرکزونو دوره کړي ده۔
نوموړي د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې د درملنې په موخه برابرې شوې اسانتياوې وڅېړلې او د بيارغونې مرکزونو مديريت ته يې لارښوونه وکړه، چې د درملنې او نورې اسانتياوې ورته په ښه ډول برابرې کړي.
سیاسی او غیر سیاسی او د خیرښیکړې تنظیمونو مشرانو د پیښور انتظامیه څخه ځانګړې مننه کړې چې په نشه ی توکو اخته کسانو د علاج کولو لپاره ی دا ګامونه اخستي دي.

………………..

Leave a reply