دا ایف سي امنیتي ځواک افسرانو لنډیکوتل کښې په یو سرکارۍ سکول کښې زده کوونکو سره مرستې کړي دي

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د تحصیل لنډي کوتل په یو سرکاري سکول ګورنمنټ هایی سکول عبدالغفور خان کلي کښې د خیبر رایفلز ۱۰۷ وینګ کمانډر حسن شبیر او صوبېدار عالمزیب د سکول په ۴۱ یتیمانو زده کوونکو کې بوټان، جرسي او سپینې د سکول جامې وویشلې او د ښوونځي کارکوونکو ته یې د صوفې سیټ هم ورکړ.
د یاد تعلیمي ادارې مشر حاجی بهادر خان شینوار د خیبر رایفلز ځواک کرنل حسن شبیر او صوبیدار عالم زیب څخه ځانګړې مننه وکړه چې ددوی سکول غریبه او یتیمانو زده کوونکو سره ی مرسته وکړه.
په دی موقع د سکول مشر حاجی بهادر شینواری اوویل چی یتیمانو ماشومانو ته د ژمی په دې یخ موسم کښي د مرستې ډیره اړتیا وه او سکول کښي استاذانو ته هم یو صوفے سیټ ضرورت وو کوم چی د 107 وینګ کمانډر حسن شبیر لخوا ورکړے شو.
د سکول انتظامیه د خیبر رایفلز ځواک افسرانو څخه مننه وکړه .
په دې موقع د ایف ځواک افسرانو زده کوونکو ته اوویل چې دوی دې خپله ټوله توجه په زده کړو ورکړي ، هغوی اوویل چې حقیقي کامیابی هم دغه ده چې دوی زده کړې وکړي او ددې هیواد او خپل قام خدمت وکړی.

Leave a reply