سوئي سدرن د نومبر له ۱۵مې صنعتي سکتور ته د ګاز بندولو اعلان کړی دی

0
100

باغی ټي وي رپورټ
سوئی سدرن پریکړه کړې چې د نومبر له 15 څخه صنعتي سکتور ته ګاز بند کړي.

د سوى سدرن ګاز شرکت وياند وايي، زموږ لومړيتوب کورنيو پېرودونکو ته د ګازو برابرول دي، خو هيله لرو چې بحران به ډېر سخت نه وي.

بل لوري ته د سوئي ناردرن وياند وئيلي دي چې د سوئي ناردرن نظام اوس هم نارمل او تر کنټرول لاندې دى، دوي ټولو اسټيکل هولډرانو ته د ګيس سپلائي کوي، د ګيس لوډشيډنګ شيډول په دسمبر مياشت کښې ورکولې شي که طلب زيات شي۔
د دې نه علاوه د سوئي سدرن د پرېکړې په اړه د کراچۍ د سوداګرۍ خونې مشر زبیر موتي والا ویلي چې صنعتونو ته به د فبرورۍ تر ۲۸مې نیټې پورې د ګیس سپلايي بنده وي چې له امله به یې صنعتي تولید په جدي توګه ګډوډ شي.
………………………

Leave a reply