دې ملک لپاره زه هرې قربانې ته تیاریم، زما هرڅه دې ملک لپاره دي: شاهین شاه آفریدي

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د ملي لوبډلې تېز بالر شاهين شاه اپريدي د پاکستان ملي لوبډلې برخه جوړیدل یو لوی ویاړ بللې دې او ویلی ی دی چې دې هرې قربانې ته تیار دې.

شاهین افریدي په خپل ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي چې زموږ هر څه د دې هېواد لپاره دي، ویاړم چې د یوې سترې لوبډلې کوچنۍ برخه یم.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي وویل چې موږ هر څه له خپل لوري کړي دي، سخت کار به دوام وکړي.

شاهین افریدي پرون د نړیوال جام په پای لوبه کې ونه شو کولای خپل اوور بشپړ کړي، نوموړی د ۱۶م اوور په یوه توپ له کریکولو وروسته له میدانه ووت، چې وروسته افتخار احمد پاتې اوور بشپړ کړ.

د کیچ اخیستلو پر مهال د شاهین افریدي زنګون پر زمکه لګیدلې وو او هغه بیا د اوور آخری بالونه و نه کړې شول.
……………………….

Leave a reply