د کډوالو چارو وزیر د پاکستان سفارت شارژدافیر سره د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

0
165

د کډوالو چارو وزیر د پاکستان سفارت شارژدافیر سره د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

14 نومبر 2022

د افغان دولت د مهاجرينو د چارو وزير خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سفير سره په کتنه کې په کراچۍ ښار کې د افغان مهاجرينو د ځورونې په اړه خبرې وکړې.

 

د مهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني پاکستان هیواد کې د افغان مهاجرینو څلویښت کلن کوربه توب ته په اشارې سره، په کراچۍ کې د افغانانو ځورونه د دواړو هیوادونو د ښو او دوستانه اړیکو د زیانمنیدو او همدا راز د ستونزو د زیاتیدو لامل وباله.

د مهاجرینو د چارو وزیر له پاکستان څخه وغوښتل چې افغان مهاجرینو ته د ویزو د ورکړې، د پولې دواړو غاړو ته د هغو کورنیو د تګ راتګ د مخنیوي، د بانکي حسابونو په جوړولو، د موټر چلوونکو د جوازونو په صادرولو او د کور جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

 

هغه زیاته کړه چې په کمپونو کې نوو کورونو ته د اړتیا وړ توکي برابروي
نوموړي د (افغانستان، UNHCR او پاکستان) د درې اړخیزې ناستې یادونه هم وکړه او ژر تر ژره یې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

 

د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني تایید کړه چې په کراچۍ کې یې د افغان کډوالو د ځورونې ویډیوګانې لیدلي او دا یې د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن کار بللی چې غواړي په پارونکو فعالیتونو کې لاس ولري.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر وکتل.

ښاغلي نظاماني ژمنه وکړه چې د کډوالو چارو وزارت غوښتنې به په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت له چارواکو سره شریکې کړي.

حماد

Leave a reply