کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما پرانیستل شو.
کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما پرانیستل شو.
13 نومبر 2022
د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ټویټر پاڼه ورکړي چې یاد سازمان نن ورځ په کابل کې د اسلامي امارت په همکارۍ خپل دفتر رسما پرانیستلو.
خبر زیاتوي چې کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسما پرانیستل شو او خپل فعالیت یې پیل کړ.
په دې مراسمو کې د افغانستان لپاره د یاد سازمان د استازي سربېره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د یاد سازمان د ماموریتونو استازو او په کابل کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو سازمانونو استازو هم برخه اخیستې وه.
غونډې ته په وینا کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو زیر مولوي امیر خان متقي د OIC د نوې ودانۍ د پرانستلو هرکلی وکړ او د یاد سازمان ماموریت په فعالیت کې د اسانتیا په برخه کې یې د افغان چارواکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
ډېر ژر به په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر رسما پرانیستل شي
اسلامي امارت ددې دفتر پرانیستل کېدل د اسلامي امارت سیاسي بریا بللې ده.
حماد