د جوډيشل کميشن جوړولو په اړه چيف جسټس له ججانو سره صلاح مشورې وروستي پړاو ته داخلې شوي دي

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان د برید او د ارشد شریف د وژنې په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو په اړه د وزیراعظم په خطونو باندې د چیف جسټس د ملګرو ججانو سره صلاح مشورې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.

دسرچينو ترمخه چيف جسټس په اسلام اباد کې موجود ټولو ججانو سره د مشورې عمل بشپړ کړى دى، وزيراعظم ته د خطونو جواب به په دوه درې ورځو کې ورکولى شي.
دسرچينو ترمخه چيف جسټس به دنهې په ورځ دجسټس فائز عيسى اؤ جسټس عائشه ملک سره صلاح مشورې کوي، جسټس فائز عيسىٰ داسلام اباد او جسټس عائشه ملک د پاکستان نه بهر دى، دواړه ججان به د اتوار په ورځ هيواد ته ستنيږي اؤ د دوشنبې څخه به د کيسونو اوريدنه کوي.

د نوي ګمارل شوي ججانو سره هم د دوشنبې په ورځ د سلا مشورې کیدو امکان دی، د مشاورتي عمل بشپړیدو وروستو به چیف جسټس د وزیراعظم د خطونو ځواب ورکوي.
……………………..

Leave a reply