اسرایل په سوریا کښې پر یو اییر بیس توغندي غورځولو سره برید کړې دې

0
205

باغی ټي وي رپورټ
دسوریې په حمص ولایت کښې دسوریې په هوایی اډه د اسرائیلو د توغندوی حملې له امله دوه پوځیان وژل شوی او درې نور ژوبل شوی دی .

د سوریې پوځ وايي، د الشعیرات هوايي اډه چې د اسرائیلو د توغندیو په برید کې په نښه شوې وه، په وروستیو ورځو کې د ایران د هوايي ځواک له‎خوا کارول شوې ده، پوځي سرچینې وايي چې اسرائیلو د دغه ښار په جنوب ختیځه سیمه کې د رن وې په نښه کړې ده.

د بهرنيو ميډيا له مخې د اسرائيلو وياند دا خارجي مسله بللې د هر قسم تبصرې نه ډډه کړې ده.
د سرچینو په وینا، په تیرو دریو کلونو کې، روسیې د الشعیرات په هوایی اډې کې د رن وی په شمول د ځمکې لاندې د الوتکو پټنځایونه جوړ کړی دی، په داسې حال کې چې د سوریې په حمص ولایت کې د الشعیرات هوایی اډې ته نږدې په لوی شمیر کې روسی پوځیان ځای پر ځای دی چې د الشعیرات هوايي اډه ده.
………………….

Leave a reply