پاکستان به د کشمیریانو لپاره د آزادۍ غوښتلو حمایت جاري ساتي: قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د برطانیه په سرکاری دوره تلې دې، په لندن کښې ی د پاکستانیانو سره ملاقات کړې دې او د کشمیر او د افغانستان په مسله ی ورسره خبرې او د پاکستان دریځ ی تکرار کړې دې. قریشي د کشمیري عوام د نمایندګانو سره هم لیدلي دي او ددوی د آزادې حق غوښتلو حمایت ی کړې دې.
قریشي پاکستانیاتو ته ویلي دي چې پاکستان به د کشمیري مسلمانانو د آزادۍ حق لپاره آواز اوچتوي، آزادۍ د کشمیریانو جمهوري او قانوني حق دې ، پاکستان به ی حمایت کوي.
قریشي زیاته کړې چې پاکستان به د کشمیریانو اخلاقی او سفارتي ملاتړ کوی چې دوی لپاره د آزادۍ حق اوغواړي.
Good to meet with British Pakistani leaders from #Kashmir in the UK. Pakistan will continue to lend the Kashmiris just struggle for self-determination full political, moral & diplomatic support till the realization of their inalienable right. pic.twitter.com/Prag55pGET
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 27, 2021






