د پاکستان صدر او لومړي وزیر په ګډون د هېواد مشرتابه په ترکیه کې د ترهګرۍ پېښه په کلکه غندلې ده

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د ولسمشر ډاکټر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د هېواد مشرتابه د ترکیې په استانبول ښار کې د تروریستي پېښې سخته غندنه کړې ده.

ولسمشر په خپله وینا کې وویل، ترهګري د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده، د ترکیې حکومت او خلک د ترهګرۍ د پېښې پر وړاندې ولاړ دي.

ده په دغه پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د ژور خفګان څرګندونه وكړه او د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تركيې په استقلال كوڅه كښې د چاودنې سخته غندنه كوي او په استنبول كښې د قيمتي انساني جانانو په زيان د ژور افسوس څرګندونه كوي۔

ده ووئيل پاكستان د تركيې له اولس او حكومت سره د بشپړې پيوستون څرګندونه كوي٬ د ترهه ګرۍ هر قسمه د غندنې وړ ده۔
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري هم د ترکیې په استانبول ښار کې د چاودنې په غندلو سره د ترکیې له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

هغه وويل، نړۍ بايد د ترهګرۍ او افراطيت د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، هغه څوک چې پر بې ګناه خلکو بريدونه کوي د بخښنې وړ نه دي.

د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي هم په استنبول کې د چاودنې غندنه کړې او په قيمتي ځاني زيان يې د افسوس څرګندونه کړې ده.
هغه وویل، زموږ خواخوږي د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره ده.

د جميعت علمائے اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تركيه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې سخته غندنه وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔

مولانا فضل الرحمن د ترکيې له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي او پيوستون څرګند کړ او ويې ويل چې د قيمتي انساني ژوند په ضايع کېدو ژور خواشينی شوی دی.

باید وویل شي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د یوې زورورې چاودنې په پایله کې ۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

Leave a reply