د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي ویلي دي چې دا مهمه ده چې د فوځ سرلښکر لپاره تر ټولو مناسب نوم د چا دې؟

باغی ټي وي رپورټ
دپاکستان تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي وئيلي دي چې دپوځ سرلښکر ټاکلو کې به سينئريت په پام کې نيولو سره ښه وي خو دا هم مهمه ده چې تر ټولو مناسب نوم به کوم وي.
د پي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي د يوې مرکې په مهال ويلي دي چې په ملک کې عدليه خپلواکه ده خو امنيتي ادارو ته پکار ده چې د ستونزو د هواري لپاره مخ په وړاندې لاړ شي که نه نو موجوده سياسي کړکېچ ډېر خطرناک وي.
ده ووئيل د پي ټي آئي په حكومت كښې د پاكستان او امريكې اړيكې ښې وې او تحريك انصاف اوس هم له امريكې سره ښې اړيكې غواړي۔
ده ووئيل كه چرې حكومت كوم خنډ جوړ نه كړو نو د خالي په ورځ به لانګ مارچ پنډي ته داخل شي۔





