پاکستان له روسیې څخه د هند په څیر د تیلو اخستلو ټولې چارې بشپړه شوې دي: اسحاق ډار

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ويلي دي چې پاکستان هم د هند په شان له روسيې څخه تېل پېري.

په دوبۍ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د خزانې وزير اسحاق ډار وويل د روس څخه د تيلو د اخستلو مسله هواره شوې ده.

هغه وويل چې سږ کال پاکستان له ٣٢ تر ٣٤ ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري، هيله ده چې دغه رقم راټول شي.
ياده دې وي چې د مسلم ليګ نون غونډې ته د وينا په مهال د خزانې وزير اسحاق ډار په پخواني حکومت نيوکې وکړې او ويې ويل چې په څلورو کلونو کې اقتصاد تباه شو، پاکستان د سينګاپور پر ځای سري لنکا کېدو ته نږدې شوی دی.

اسحاق ډار وويل، د رياست د ژغورلو لپاره د حکومت د بدلولو پرېکړه شوې، دوی هڅه کوي چې خلکو ته ریلیف ورکړي، د تېلو د نرخونو د کنټرول هڅه هم کوي.

Leave a reply