نوښار کښې د پي ټي آئي جلسه ناکامه شوه، د عمران وينا په وخت زیاتې کرسۍ خالي پرتې وې

0
71

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پخواني دفاع وزیر پروېز خټک په اصلي سیمه نوښار کې د تحریک انصاف غونډه ناکامه شوه.

د عمران خان وينا شروع کيدو سره کارکنان د غونډې تالار نه په وتلو شروع شول او د وينا په مهال زياتره کرسۍ خالي پاتې شوې، ډير کم کارکنانو وينا ته غوږ نيولى و.

د غونډې وخت پنځه بجې ټاکل شوی و، خو مشران دوه نیم ساعته ناوخته د غونډې ځای ته ورسېدل.
پروېز خټک، اسد قیصر او عاطف خان پرته له تقریره ولاړل، په داسې حال کې چې شهرام ترکي او ډي ایم پیز جلسې ته لنډې ویناوې وکړې.

دغه لاره هم له سهار راهیسې د اعتراض لپاره تړل شوې وه.
………………………………

Leave a reply