ټنډولکر وايي، که شاهین ټپي شوی نه وای، فاینل به نور هم ډېر په زړه پورې وو

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډ کپ فائنل کښي انګلينډ پاکستان ته په پنځو وکټو ماتي ورکړي ده۔

د شل اوریز نړیوال جام فاینل لوبه په میلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پکې د انګلستان کپتان جوس بټلر پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

لومړۍ لوبه کې پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې انګلستان د ۱۳۸ منډو هدف په ۱۹ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

له پای لوبې وروسته د هند پخواني افسانوي کرکټر سچن ټنډولکر پر ټولنیزو رسنیو د تبصرې په ترڅ کې د انګلستان لوبډلې ته د ۲۰ اوریزو نړیوال جام د ګټلو مبارکي وویله او ویې ویل چې دا لوبه ډېره په زړه پورې وه. که شاهین شاه ټپي شوی نه وای نو فاینل به نور هم په زړه پورې وې.
د یادولو وړ ده چې شاهین افریدي د نړیوال جام په پای لوبه کې په مهم پړاو کې خپل اوور پوره نه کړای شو. شاهین افریدي د ۱۶م اوور په یوه توپ د منډه وهلو وروسته له میدانه ووت چې وروسته افتخار احمد پاتې اوور پوره کړو. دا خبره د یادونې ده چې د کیچ اخیستلو پر مهال د شاهین افریدي زنګون پر زمکه لګیدلې وو چې له وجهې ی هغه ټپي شوې وو.

Leave a reply