د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازی سره کتلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازی سره کتلي.
13 نومبر 2022
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره لیدلي دي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وایي، پخواني ولسمشر په دې لیدنه کې تعلیم د بشري ټولنې د ودې او پرمختګ اساس بللی دی.
پخواني ولسمشر همداراز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د افغانانو تر منځ ملي خبرې ضروري بللې او د دې مذاکراتو پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینگار کړی دی.
حامد کرزي پخپلو خبرو کې د اسلامي امت د اتحاد او اتفاق د تقویت لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان هلې ځلې د قدر وړ وبللې او له افغانستان سره یې د یاد سازمان له همکاریو مننه وکړه.
اړوند موضوعات
پخواني جمهور رئیس تعلیم د بشري ټولنې د ودې او ترقي اساس وباله او په دی برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستې غوښتنه وکړه.
حماد






