که شاهین زخمې شوې نه وې نو د لوبې پریکړه به بدله وې: بابر اعظم

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د ICCT شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې انګلستان پاکستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او د کرکټ د شل اوریزو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د شل اوریز نړیوال جام فاینل لوبه په میلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پکې د انګلستان کپتان جوس بټلر پچه وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

لومړۍ لوبه کې پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې انګلستان د ۱۳۸ منډو هدف په ۱۹ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

فاینل کې د ماتې نه وروسته د مېچ نه وروسته پریزنټیشن کې د پاکستان د کرکټ ټیم کپتان بابر اعظم وویل، “انګلستان ته د بریا مبارکي وایم او د کرکټ مینه والو څخه ډیره مننه کوم چې زمونږ ملاتړ ته راوتلي وو.
هغه وویل چې فاینل ته رسیدل زمونږ لپاره د ویاړ خبره ده، زه فکر کوم چې مونږ ۲۰ منډې لږې وکړې، زمونږ بالینګ د نړۍ تر ټولو چټکه توپ وهنه ده، له بده مرغه چې شاهین افریدي ټپي شو.

وروسته په میلبورن کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې بابر وویل چې فاینل ته ماتې ورکول د افسوس خبره ده، موږ ۲۰ منډې لږې وکړې خو بیا هم توپ وهونکو هڅې وښودې، د شاهین له ټپي کېدو سره هم ښه چانس له لاسه نه دی ورکړل شوی.
هغه وویل چې فشار نه دی اخیستل شوی، ویکټې په چټکۍ سره ښکته کیدلې، د ملګرتیا د جوړولو لامل ډیر ډاټ بالونه وو، هغه وخت ښې ملګرتیا ته سخته اړتیا وه، ډاټ بال د پاکستانۍ لوبډلې کمزورتیا وه. باید لیرې شي.

بابر وویل چې په مېډل آرډر باندې ډېرې نیوکې شوي خو په نړیوال جام کې مېډل آرډر ښه کارکردګي وکړه، په ټولیزه توګه د لوبډلې له کارکردګۍ راضي یم، هغه وویل چې که شاهین ټپي شوی نه وای نو نتیجه بدلېدای شوه.

Leave a reply