پي ټي آئي پریکړه کړې چې څلور مقدمې به سپريم کورټ ته وړاندې کړي

0
76

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود وئيلي دي چې ددوي د پارټۍ ايم اين اي او نور مشران به د ګل په ورځ سپريم کورټ کښې يو درخواست جمع کوي چې پکښې به د عمران خان د حملې د پلټنو پشمول څلور مطالبات شامل وي۔ د کنفرانس مشر وويل، موږ پرېکړه کړې چې د دوشنبې په ورځ به د ملي او صوبايي اسمبلۍ ټول غړي سهار وختي د سترې محکمې د رجسټري بهر راغونډېږي او چيف جسټس ته به درخواست وړاندې کوي.
د اسلام آباد نه علاوه به د لاهور، پيښور او سندهـ د سپريم کورټ په رجسټرۍ کښې درخواستونه جمع کولې شي۔ دا موضوع سترې محکمې ته وړاندې کیږي. عمران خان فکر کوي چې دا د عدلیې ذمه واري ده، د هغه په وینا تحریک انصاف به په دې درخواست کې څلور غوښتنې کوي، سناتور اعظم سواتي ته دې انصاف ورکړل شي.د ارشد شریف سره څه وشول او چا وکړل، ملت غواړي پوه شي. پوښتنه دا ده چې څوک د هغه لپ ټاپ او تلیفون لري. د سیفر په اړه د تحریک انصاف دریځ واضح دی.
دا هم ویل شوی دي چې مونږ تمه لرو چې د دې جدي مسلې پای ته ورسیږو. پر عمران خان د برید پلټنه دې وشي. عمران خان په دريو کسانو تور لګولى چې تر څو پورې په چوکۍ پاتې وي نو پلټنې به څنګه شفافې او غیر جانبداره وي.

Leave a reply