دفاع وزارت: د بدخشان ۲۱۹عمر ثالث فرقې څخه ۲۵۰ تنه افسران، سرتیري او برید ملان فارغ شول.

0
86

دفاع وزارت: د بدخشان ۲۱۹عمر ثالث فرقې څخه ۲۵۰ تنه افسران، سرتیري او برید ملان فارغ شول.

13 نومبر 2022

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ۲۵۰ تنه مجاهدین پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو له ۲۱۹مې فرقې څخه د نظامي او عقيدوي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د وسله وال پوځ ستر درستيز قاري فصیح الدین پر مجاهدینو ټینګار وکړ چې د رهبرۍ امر ومني او مسؤولیت په غاړه واخلي؛ د اسلامي امارت رهبري د یوه قوي اسلامي پوځ د جوړولو ژمنه کوي، چې په عصري وسلو سمبال، روزل شوي او مسلکي وي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې نن له ٤٣ کلنې جګړې وروسته په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوى او د افغانستان په چارو کې هېڅ بهرني هېواد ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

هغه وویل، چې د افغانستان پوځ به د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي او هېڅ قوم، ژبه او سمت نه پیژني او د هر هغه چا اطاعت به وکړي، چې امیرالمؤمنین یې آمر وټاکي.


دغه مراسمو ته د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور په خپلو خبرو کې د شریعت له نظره د مجاهدینو پوځي او تخنیکي زده کړې اړینې وبللې.

اړوند موضوعات

دفاع وزارت وایي: د اسلامي امارت د ځواکونو شمیر ۱۵۰زرو ته رسیدلی دی.

د دغه مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Leave a reply