لومړي وزیر شهباز شریف د T20 نړیوال جام فاینل څخه وړاندې د پاکستان لوبډلې لپاره ځانګړې پیغام جاري کړي، ویلی ی دي په ځان باور وکړئ او خپله غوره لوبه وکړې.

0
157

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ قامي کرکټ ټيم ته د ټي ټوئنټي ورلډکپ فائنل ميچ کښي د غوره لوبي کولو خواهش څرګندونه کړې ده او ددوی حوصله ی لوړه کړې ده.

“په خپل ځان باور وکړئ او خپله غوره لوبه وکړئ. ټول ملت ستاسو تر شا ولاړ دی. ښه بخت ، “لومړي وزیر په خپل ټویټر پانړه دا ټویټ کړې دې.
ټاکل شوې د پاکستان او انګلینډ لوبډلې د اسټرالیا په میلبورن کرکټ میدان کې د ۲۰ اوریزو نړیوال جام پای لوبه وکړي.

شهباز شريف د ګرين شرټس د “ټولو مشکلاتو په ماتولو” فائنل ته د رسېدو د کارکردګۍ ستاينه وکړه او د ګټلو لپاره يې د دوامدارې جذبې باور څرګند کړو.

“تاسو د نړیوال جام فاینل ته د رسیدو لپاره ټول خنډونه مات کړل. زه پوهیږم چې تاسو د ګټلو لپاره لیوالتیا، انګیزه او هوډ لرئ، وزیراعظم شهباز شریف په ټویټ کښې اوویل.

Leave a reply