ډالر آزاد پریښودو سره ددې هیواد معیشت ډوب کړې شو: اسحاق ډار

0
221

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ډالر آزادېدو سره د ملک معيشت ډوب شو۔

د مسلم ليګ نون غونډې ته په وينا کې د خزانې وزير اسحاق ډار په تېر حکومت نيوکې وکړې او ويې ويل چې په څلورو کلونو کې اقتصاد تباه شو، پاکستان د سنګاپور پر ځای سري لنکا کېدو ته نږدې شوی و.

اسحاق ډار وويل چې دحکومت دبدلون فيصله د رياست بچ کولو لپاره شوې، هڅه کوي چې خلکو ته رليف ورکړي، دتيلو په نرخونو کې هم دکنټرول هڅه کوي. ده وويل چې د ډالر په ازادېدو سره د هېواد اقتصاد ډېر ډوب شوى، د ډالر د ارزښت د لوړېدو له امله د هېواد پورونه څلور زره مليارده افغانۍ زيات شوي، چې د ډالر او روپۍ په ارزښت کې به توازن رامنځته شي. حکومت د ډالر په مقابل کې د روپۍ د ارزښت د ښه کولو هوډ لري

Leave a reply