عطا تارړ وایی چې پر عمران خان تر برید وروسته نیول شوی کس تر اوسه کومې محکمې ته نه دی وړاندې شوی
باغی ټي وی رپورټ
د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارڑ وئيلي دي چې په عمران خان د بريد وروستو نيول شوى کس تر اوسه په هيڅ عدالت کې نۀ دى وړاندې شوى اؤ نۀ يې ريمانډ اخست شوى دى.
کنونشن ته په وینا کې ده وویل چې په عمران خان د برید ایف آی آر د سترې محکمې په حکم ثبت شوی دی.
ده ووئيل د اېف آئي آر نه وړاندې د عمران خان مېډيكل د هغه د خوښې په يو هسپتال كښې شوې وو۔
عطا تارڑ زیاته کړه چې په دې مقدمه کې څلور ځله جے آئي ټي بدل شوی دی ځکه چې دوی د ادارو بدنامول غواړي.
د مسلم ليګ نون مشر عطاء تارړ وئيلي دي چې عمران نيازي او د پنجاب تر ټولو غټ ډاکوان د دې پېښې په پلمه سياست خرابول غواړي.
………………………….