وفاقي وزیر احسن اقبال وایی چې عمران خان د میرټ خبرې کوی ، زه دا وایم چې عثمان بزدار یې په کوم میرټ وزیراعلی جوړ کړې وو؟

0
180

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان چې د ميرټ خبره کوي نو عثمان بزدار دې په کوم ميرټ باندې ووايي؟

د جيو نيوز پروګرام “نوي پاکستان” کې د خبرو په مهال احسن اقبال وويل، چې هغه چا ته يې وزيراعلي جوړه کړې، چې تر ټولو لوي لوټ يې بللی، نو په کوم اهليت يې د کورنيو چارو وزير ټاکلی، چې ويل کېږي بزدل نه دی؟
د آرمي چيف د تقررۍ په اړه وفاقي وزير ووئيل د آرمي چيف تقرر لپاره د سينئريت اصول سخت او تيز نه وي، تقرري لپاره د سياسي مشاورت ضرورت نشته۔

کوربه شهزاد اقبال سره د خبرو په مهال هغه دا پوښتنه راپورته کړه چې د تعیناتۍ په وخت د پوځ څخه یو لسټ راځي، که د اول نمبر میډیکل کور یو افسر د سینئیر ترمخه وي نو څه به کیږي؟

احسن اقبال وويل له دې امله د فوځ سرلښکر په اړه د پخواني سينئر اصول باید دومره سخته او چټکه نه وي.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د آرمي چيف مسله متنازعه نه ده بلکه ده صرف دومره وئيلي دي چې آرمي چيف دې په ميرټ ولګول شي.

د لانګ مارچ په مهال لالا موسیٰ کښې د ويډيو خطاب په مهال ده ووئيل چې هغه نه د خپل ځان نه آرمي چيف غواړي، نه خپل جج غواړي، نه آئي جي او نه د نيب مشر.

د پي ټي آئي چيئرمېن وئيلي دي چې دوي صرف په ميرټ ښه خلک غواړي۔
………………..

Leave a reply