د پي ټي آیی مشر شاه محمود قريشي وایی چې څوک هم چې آرمي چيف وټاکل شي نو پي ټي آئي ورسره کومه ستونزه نه لري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شاه محمود قریشي ویلي، څوک چې د پوځ مشر شي، ګوند ورسره کومه ستونزه نه لري.
شاه محمود قريشي وويل دا د نواز شريف تير دى چې په دې معامله کې خپل انتخاب معياري کوي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د لانګ مارچ په مهال لالا موسى کښي ويډيو خطاب کښي وئيلي وو چي نه د خپلي خوښي آرمي چيف، نه د خپلي جج، نه آئي جي او نه د نيب مشر غواړي۔ دوی یوازې د وړتیا له مخې غوره خلک غواړي.
د پي ټي آئي چيئرمېن لخوا د ميرټ په اړه د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او وفاقي وزير احسن اقبال يو سوال اوکړو چې د ميرټ خبره کوونکې دې عمران خان ته ووايي چې عثمان بزدار په کوم ميرټ مقرر شو؟
د جيو نيوز پروګرام “نوي پاکستان” کې د خبرو پر مهال احسن اقبال وويل، چې هغه څوک چې تر ټولو لویه لوټه بلل کېده، وزيراعلي جوړ شو، هغه په کوم لياقت او میرټ باندې چې ویل به ی چې دا خو به د چپړاسي په توکه هم وا نه خستل شی، بیا دوی هغه د کورنيو چارو وزير جوړ کړو.
…………………..






