د فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دي چې د پاکستان ځوانان د پاکستان قیمتی اثاثه دي

0
60

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د لاهور ګېريژن دوره وکړه، د شهيدانو په يادګار يې ګلونه واچول او فاتحه يې وکړه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، کور کمانډر لیفټیننټ جنرال سلمان فیاض غني لاهور ته په رسېدو د پوځ مشر هرکلي وکړ.

د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د لاهور ګريژن انسټيټيوټ فار اسپيشل ايجوکيشن پرانسته اوکړه، آرمي چيف د خصوصي ماشومانو لپاره د برابرو سهولتونو کتنه اوکړه۔
دپوځ سرلښکر د هاکي د سټېټ آف دي ارټ ميدان هم پرانسته او د هاکي ليجنډانو سره يې ليدنه وکړه او ويې ويل چې ځوانانو ته په سپورټس کې د غوره والي لپاره مناسب ماحول او اسانتياوې ورکول ضروري دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف د لاهور او پاکستان رېنجرز پنجاب افسرانو او سپاهيانو سره ليده کاته وکړل.
خپل الوداعي وینا کښې د پوځ سرلښکر د ملک خدمت لپاره د فوځ د وظيفې او خدمتونو ستائنه وکړه، آرمي چيف وويل د پاکستان ځوانان زمونږ اثاثه دي۔

Leave a reply