نن ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره د اسلامي همکاریو سازمان د بشري امورو معاون او ملي پلاوي وکتل.

0
112

نن ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره د اسلامي همکاریو سازمان د بشري امورو معاون او ملي پلاوي وکتل.

12 نومبر 2022

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن مازيګر د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي سره، د اسلامي همکاريو سازمان د بشري امورو معاون او د افغانستان له پاره د ياد سازمان د سرمُنشي ځانګړي استازي دکتور طارق بخيت او مل پلاوي په ستوري ماڼۍ کې وکتل.

په دغې ناستې کې چې د اسلامي همکاريو سازمان سياسي معاون، ښاغلي يوسف بن محمد الضبيعي، هم ګډون درلود، دکتور طارق بخيت وويل چې افغانستان ته د دوی د راتګ هدف د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړو تطبيق او په کابل کې د ياد سازمان د دفتر رسمي پرانستنه ده چې له لارې به يې ډېر ژر د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پيل کړي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د افغانستان له خلکو سره د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو له مرستو څخه مننه وکړه ويې ويل چې اسلامي امارت نه يوازې د ياد سازمان بشري او پرمختيايي مرستو ته د هر ډول اسانتياوو برابرولو ډاډ تازه کوي، بلکې د ياد سازمان غړي هيوادونه په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فُرصتونو ته هم رابولي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر وکتل.

 

همداراز دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴م کال له پاره د اسلامي هيوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د کابل د انتخابېدو د بهير د بياپيل د اړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

Leave a reply