د سعودي عربستان شاه سلمان پاکستان ته دوره ځنډول شوې ده

0
175

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سفر ځنډول شوی دی.

دسرچينو له مخې ټاکل شوې وه چې محمد بن سلمان د نومبر په ٢١مه پاکستان ته لنډ سفر وکړي چې اوس ځنډول شوى دى.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان ته د محمد بن سلمان د سفر نوې نېټه به وروسته اعلان شي.پاکستان ته د محمد بن سلمان د سفر د ځنډولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

له دې وړاندې سفارتي سرچینو ویلي وو چې پاکستان ته به د ولیعهد د سفر په مهال د ۴.۲ اربه ډالرو اضافي بیل آوټ پیکج ترلاسه شي او د دې سفر په مهال به په پاکستان کې د سعودي عرب د پیاوړې سرمایه کارۍ او د پاکستان او سعودي د پټرولیم څو معاهداتو ته د حتمي شکل ورکولو توقع ده.

ډیپلوماتیکو سرچینو دا هم ویلي چې د ناڅرګند سیاسي وضعیت نور خرابیدل د سعودي ولیعهد د سفر خنډ کیدی شي.
…………………………….

Leave a reply