د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي وایی چې هڅه وشوه، خو خبرې بریالۍ نه شوې، د ټاکنو لپاره هم څه لار و نه وتله

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د ملک صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د خبرو اترو او د انتخاباتو لپاره د لارې د موندلو هڅې يې کړي خو مذاکرات کامياب نه دي او نه هم د انتخاباتو کومه حل لاره ده.

لاهور کښې خبريالانو سره د خبرو په مهال صدر عارف علوي وئيلي دي چې ادارې کمزورې نه دي، په ادارو کې د ښه والي ضرورت دی.
ولسمشر د خبرو پر مهال د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه د کومې پوښتنې ځواب ور نه کړ، هغه وويل د هېواد اوسني سياسي حالت ته د افسوس خبره ده، په اوسنيو حالاتو کې چې هر څه کېږي هغه به د اساسي قانون له مخې کېږي.
……………………………………….

Leave a reply