په لندن کې د لومړي وزیر شهباز شریف روغتیایی حالت خراب شوې، د هیواد ته راستنیدل ی وځنډول

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خرابې روغتیا له امله پاکستان ته خپل سفر وځنډاوه.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف څو ورځې وړاندې لندن ته تللی و او ټاکل شوې وه چې پرون پاکستان ته ولاړ شي، خو هغه خپله موده یوه ورځ نوره وغځوله او ټاکل شوې وه چې نن خپل وطن ته ولاړ شي.

خو اوس د شریف کورنۍ سرچینو څخه داسې راپورونه ورکړل شوي چې د لومړي وزیر شهباز شریف روغتیا بیرته کور ته د راستنیدو لپاره هوایی ډګر ته له تللو دمخه خرابه شوې ده.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم شهباز شريف کورنۍ هغه ته دخپلې خرابې صحت له امله د سفر نه کولو مشوره ورکړې وه چې له امله يې پاکستان ته تللى ؤ.

کورنۍ سرچینې وايي چې لومړی وزیر شهباز شریف به دوه ورځې نور په لندن کې پاتې شي.

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې د استوګنې پر مهال د مسلم ليګ ن له مشر او مشر ورور نواز شريف سره څو ليدنې کړي چې په ترڅ کې يې د هېواد پر سياست او د پوځ د نوي مشر پر ټاکلو سلا مشورې کړې دي.

Leave a reply