ا.ا. کندهار کې د ملا نقیب الله د قبر د تخریب خبر ناسم بللی دی
ا.ا. کندهار کې د ملا نقیب الله د قبر د تخریب خبر ناسم بللی دی
په دې اړه په ټولنیزو شبکو کې د دغه قبر کیندل شوي انځورونه هم خپاره شوي دي. تر دې مخکې داسې ویډیويي ټیپونه خپاره شوي وو چې ښيي په پنجشیر ولایت کې د احمد شاه مسعود د مقبرې ډبره ویجاړه شوې ده. خو ط.البانو دا خبره رد کړه چې ګواکې دا کار ددوی ځواکونو کړی دی.
(2022 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جمعیت اسلامي ګوند په کندهار ولایت کې د پخواني جهادي قومندان ملا نقیب الله د ویجاړ شوي قبر د انځور په خپرولو سره دغه عمل غندلی دی.
د جمعیت اسلامي ګوند په یوه ټوېټ کې ادعا کړې، چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا نقیب الله قبر د نامعلومو کسانو له لوري «توهین» شوی دی.
په کندهار ولایت کې ط.الب چارواکو د ملا نقیب الله د قبر د نړولو خبره رد کړې ده.
ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د جمعیت ګوند اړوند د دغه جهادي قومندان قبر د نامعلومو کسانو له خوا ویجاړ اړ کیندل شوی دی.