د سندهه په بیلا بیلو ښارونو کې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د نیولو پر ضد مظاهرې شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو د نيولو په ضد د سندهـ په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه روان دي.
په حیدراباد کې مظاهره چیانو د پریټ آباد د دولتي روغتون مخې ته د ټایرونو په سوځولو سره سړک بند کړ.
د لوی اتحاد د مشر وینا ده چې په نوابشاه کې د نیول شوو مشرانو تر خوشي کیدو پورې به یې احتجاج دوام ولري، په روغتونونو کې د او پی ډیز نه بایکاټ دی او ایمرجنسي خدمات دوام لري.
ګرينډ هيلتھ الائنس وايي د نيول شوو مشرانو د خلاصون لپاره يې عدالت ته رجوع کړې ده، دھرنا به د صحت د خطرې الاؤنس تر اعلان پورې جاري وي، د سندهـ په ټولو دولتي روغتونونو کې اوس هم د او پي ډي سروس بند دی.
د دې نه علاوه د سکهر په سول هسپتال کښې هم د ډاکټرانو او پارا ميډيکل عملې هړتال روان دے. په سول هسپتال کښي د او پي ډي نه پس د ايمرجنسي بائيکاټ هم کړے شوي دي چي له وجي ئي مريضان د مشکلاتو سره مخ دي۔
په لاڑکانہ کې په وارډونو کې د پیرامیډکس د اعتصاب له امله اکثره ناروغان شخصي روغتونونو یا کلینکونو ته تګ ته اړ شوي دي.
د تخته سول هسپتال په احاطه کښي ډاکټران او د پارا ميډيکل سټاف احتجاجي مظاهره کړي ده او احتجاج کونکي د نيول شوي ملازمينو د فوري خوشي کولو او ذمه وار کسانو خلاف د کاروائي غوښتنه کوي۔





