امریکا له هند څخه غوښتنه کړ ېده چې هند دې په مقبوضه کشمیر کې بلدياتي ټاکنې او سیاسي حقونه بحال کړي

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونلډ لو وايي، امریکا په لوړه کچه په هند کې د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړې دي.

د برتانیې براډکاسټنګ کارپوریشن سره په خبرو کې ډونلډ لو وویل “زه دا خبره واضحول غواړم چې د کشمیر په اړه د امریکې په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.”

ډونلډ لو ویلي، چې د کشمیر مسله یوازې د هند او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې هواره کېدای شي، د هند حکومت باید په کشمیر کې سیمه ییزې ټاکنې او سیاسي حقونه بېرته ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي چې باید دا یقیني شي چې رسنۍ کولای شي په کشمیر کې خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې امریکا په لوړه کچه په هند کې د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړې دي.
بلخوا کله چې په پاکستان باندې د F-16 جنګي الوتکو د خرڅلاو په اړه پوښتنه وشوه نو ډونلډ لو وویل چې د F-16 الوتکو دا پروژه پوځي مرسته نه ده، دا د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو ده، که امریکا په کوم هیواد پوځي تجهیزات وپلوري نو بیا دا تخنیکي ملاتړ هم چمتو کوي.

د برتانیې نشراتي کارپوریشن وايي، ډونلډ لو د پخواني وزیراعظم عمران خان په اړه پوښتنې ته ځواب ور نه کړ، ډونلډ لو واضحه کړه چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان په اړه به هېڅ پوښتنه نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载