لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د روان ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي  

0
106

لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د روان ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي

په اخره کښې په اعلامیه کې راغلي چې “د دغه جنایت په غندلو سره د افغانستان او نړۍ له خلکو غوښتنه کوو چې د دغه تور ظلم او استبداد پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په هره ممکنه لاره خپل غږ پورته کړي.”

 

(2022 / 11 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د یو شمېر ښځو مظاهره چیانو او د ښځو د حقونو د فعالانو له نیول کېدو وروسته د افغان ښځو غورځنګ غړو د دغو نیول شویو پر وړاندې د چوپتیا د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دغه تور ظلم او استبداد پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

د جمعې په ورځ، د عقرب په شلمه، په افغانستان کې د ښځینه فعالانو خپلواکه غورځنګ یوه بیانیه خپره کړه چې ط.البان یې په “بې شمیره جرمونو” تورن کړل او د اجباري مهاجرت، نسل وژنې، له عامه ډګرونو څخه د ښځو سیستماتیک ایستل او د ښځو په وړاندې د محدودیتونو څپې یې د دې “جرمونو” مثالونه وبلل.

په اعلاميه کې راغلي چې د عقرب په ١٢مه د لاريون کوونکو له ډلې څخه يوه ظريفه يعقوبي د کابل په لوېديځ کې له خپلو همکارانو سره د ط.البانو له خوا ونيول شوه او بيا زينب رحيمي او فرحت پوپلزي هم ونيول شول، چې برخليک يې لاهم روښانه ندی.

اړوند موضوعات:

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د ظریفه یعقوبي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

د ښځو د خپلواکۍ د غورځنګ غړي وايي، نیول شوې ښځې کوم جرم نه دی کړی او یوازې د “بشري حقونو او ازادۍ غوښتنې” په جرم د ط.البانو له خوا نیول شوي، چې د دوی په باور د منلو وړ نه دي. په اخره کښې په اعلامیه کې راغلي چې “د دغه جنایت په غندلو سره د افغانستان او نړۍ له خلکو غوښتنه کوو چې د دغه تور ظلم او استبداد پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په هره ممکنه لاره خپل غږ پورته کړي.”

Leave a reply