د پنجاب حکومت په عمران خان باندې د حملې په اړه جے آئي ټي په ۲۴ ساعتونو کې بدله کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت په ٢٤ ساعتونو کې په عمران خان د بريد د پلټنو لپاره جوړه شوې ګډه پلټنيزه ډله (JIT) بدله کړه.
د ډي آئي جي اسټيبلشمنټ رستم چوهان په ځاي آر پي او ډي جي خان خرم علي د جي آئي ټي نوے کنوينر مقرر کړے شوے دے۔
د ډي پي او وهاري ظفر بزدار پر ځای د راولپنډۍ ايس پي پوټوهر ډويژن ملک طارق محمود د جي آئي ټي غړی ټاکلی شوی دی.
ياده دې وي چې په وزيراباد کې د عمران خان پر کور د شوي بريد د پلټنو لپاره د پنجاب د کورنيو چارو وزارت د جي آئي ټي نوټيفيکيشن جاري کړی وو.
نوټيفيکيشن ترمخه ډي آئي جي طارق رستم چوهان د جے آئي ټي کنوينر مقرر کړے شوے دے۔
د دوي نه علاوه آر پي او ډي جي خان سيد خرم علي، اے آئي جي انويسټيګيشن پنجاب احسان الله چوهان، ډي پي او وهاري ظفر الله بزدار او ايس پي سي ټي ډي نصيب الله خان د جے آئي ټي غړي ټاکلي شوي دي۔






