د فوځ سرلښکر په ټاکنه عمران خان یو ځل بیا لانجه من بیان ورکړې دې

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو ځل بیا د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه متنازع بیان ورکړی دی.

عمران خان په خپل تازه ویډیویي بیان کې د اوسني حکومت په مشرۍ د پوځ د مشر په ټاکنه پوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د لندن تماشا د ادارو د پیاوړتیا لپاره نه کېږي.

ده ووئيل چې نواز شريف به هغه د پوځ سرلښكر جوړ كړي كوم به چې د ده په خيال مرسته وكړي۔ نړۍ ته دا پیغام ورسېږي چې محکوم شوی کس د ملت پرېکړې کوي.
……..

بل خوا د مسلم ليګ ن مشر او وفاقي وزير احسن اقبال عمران خان ته ځواب ورکړی او ويلي يې دي چې د ده د پوځ مشر لګولو دغه نظريه رد کړې ده.

ده وويل چې عمران خان څنګه ويلاى شي چې نوازشريف په ميرټ نه ګمارل کيږي، نوازشريف جنرال قمر جاويد باجوه ټاکلى چې دعمران خان له خوا تمديد هم شوى دى.

هغه زیاته کړه، چې هیڅوک د پوځ مشر نه دی، د پوځ مشر د خپلې ادارې مشر وي.
…………………

Leave a reply