د سوداګرۍ خونې مرستیال: د چین له خوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د تعرفې کمیدو هر کلی کوو.

0
183

د سوداګرۍ خونې مرستیال: د چین له خوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د تعرفې کمیدو هر کلی کوو.

11 نومبر 2022

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د چین حکومت لخوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمېدو هر کلی کوي.

خان جان الکوزی وایي: د تعرفې د کمیدو تر څنګ د یو معلوم میکانیزم له مخې د تخنیکي ستونزو پر هوارېدو هم باید کار وشي.

 

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تازه ویلي چې هیواد یې د دسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکي مالیه صفر ته راټيټوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان الکوزي د چین لخوا پر افغان صادراتو د ګمرکي مالیې کمېدو هر کلی وکړ او ویې ویل چې دې سره به چین ته د افغانستان صادرات نور هم زیاد شي.

اړوند موضوعات

چین د روان کال د دسمبر له لومړۍ نیټې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه صفر ته راټیټوي.

دا په داسې حال کې له افغانستان څخه چین ته تر ډېره وچه او تازه مېوه، معدنیات، غالۍ او ځينې نور قیمتي توکي صادریږي.

Leave a reply