لنډیکوتل کښې د ریاستي ادارو او د پاکستان فوځ په ملاتړ او حمایت کښې سیاسی او غیرسیاسی تنظیمونو استازو لاریون کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مدني ټولنو استازو په لنډي کوتل کې د ملکي ریاستي ادارو او د پاکستان فوځ په حق کې په يوه لاريون کې ګډون وکړو، لاریون کوونکو د عمران خان پر ضد شعارونه ورکول او د ملکي ادارو ملاتړ ی اعلان کړو.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) تر مشرۍ لاندې د مدني ټولنې استازو، د سياسي ګوندونو غړو، د سيمه ييزو ارګانونو استازو او نورو خلکو په باچا خان چوک کې د پاکستاني پوځ او ادارو په ملاتړ لاريون وکړو.
مظاهرينو ته د وينا په مهال د پاکستان مسلم ليګ خېبر ضلعې جنرل سيکرټري ساجد آفريدي، نوشيروان، فنياس مسيح، بلاول بهټو فورس خېبرپښتونخوا صدر خيال رسول شينواري، د پاسبان تحصيل لنډۍ کوتل صدر سلمان شينواري او نورو مقامي حکومتونو نمائندګانو په خپلو ويناو کښې په انصاف او عمران خان نيوکې وکړې. د خان داستان د هیواد لپاره زیانمن وباله.
ساجد افريدي وويل د عمران خان مقصد د پوځ سره د خلکو جنګول دي، کوم چې د عمران خان خوب دى او دا خوب به يې کله هم پوره نه شي.
هغه وويل، چې پاکستان تحريک انصاف د هېواد پر ضد اجنډا تعقيبوي او د هېواد ملي امنيت يې په خطر کې اچولى، بنسټونه يې بايد پر وړاندې اقدام وکړي او پاکستان له دغه شر څخه خلاص کړي. ولس د دولتي بنسټونو تر شا ولاړ دی او همداسې به ولاړ وي. د سړکونو او لویو لارو بندول د پاکستان د اقتصاد د دیوال په څیر دي، عمران خان غواړي د واک د ترلاسه کولو لپاره د هیواد امنیتي بنسټونه بدنام کړي، چې د افسوس وړ خبره ده.
مظاهره چیانو د باچاخان چوک نه تر پریس کلب پورې لاریون وکړ او د ریاستي ادارو په حق کښې یې نعرې پورته کړې.
…………………….





