د عمران خان په وینا مې د میجر جنرل فیصل نصیر سره درې ځله ملاقات شوی، د عمران خان یو نزدې ملګري مهم انکشافات کړي دي

0
199

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن نږدې همکار ميجر ريټائرډ خرم حميد روخړئ وئيلي دي چي د عمران خان په امر ئي ميجر جنرل فيصل نصير سره درې ځله ملاقات کړي دي۔

د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د عمران خان د اوږدې مودې همکار ميجر (ر) خرم حميد روخري وويل چې په درېيمه غونډه کې د تحريک انصاف مشر سلمان احمد هم موجود و او د دې ملاقاتونو لپاره يې د عمران خان نه اجازه اخستې وه.
هغه زياته کړه، چې عمران خان ته له ځانمرګي بريد وروسته هم له ميجر جنرال فيصل نصير سره د ليدو غوښتنه شوې وه، خو هغه له ليدو انکار وکړ.

په کیپیټل ټیک کې د عمران خان د اوږدې مودې همکار میجر (رټائرډ) خرم حمید روکهړي اوویل چې د هغه نه علاوه صدر عارف علوي او فیصل واوډا هم د پوځي مشرانو سره لیدلي دي.

Leave a reply