د سندهه حکومت پلان لري چې له کراچۍ څخه تر سکهر پورې د بولیټ ټرین منصوبه عملي کړي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ حکومت د کراچۍ نه تر سکر پورې د بلیټ ټرین د چلولو په منصوبه غور کوي.

د بي آر ټي يلو لاين منصوبې په اړه يوه غونډه وشوه چې پکښې صوبائي وزير شرجيل ميمن او د نړيوال بينک نمائندګانو ګډون اوکړو۔

په همدې حال کې د نړيوال بانک استازو د BRT زېړ لاين لارې د ګډې سروې پر ترسره کولو هوکړه وکړه او ويې ويل، چې د زېړ کرښې پروژې لګښت به ٤٣٨ ميليونه امريکايي ډالره وي.
په غونډه كښې دا هم وئيل شوي چې د ورلډ بينك پلاوي كراچۍ كښې د 300 اليكټرېك بسونو راوړلو وړانديز هم كړے دے۔
دا خبره د یادونې ده چې سندهه حکومت څو میاشتې وړاندې ترکي کمپنۍ ته بلنه ورکړې چې کراچي ته د اروپا معیاري برقي بسونو سسټم منصوبه راوړي.

د سندهـ ټرانسپورټ وزير شرجيل ميمن سره د تركيې كمپنۍ البيرك ډايريكټر جميل شن اوجك ملاقات وكړو۔

شرجيل ميمن د تركيې كمپنۍ ډايريكټر سره په خبرو كښې ووئيل چې كراچۍ يو مېټرو پولېټن ښار دے چرته چې د كاروبار ښه موقعې موجودې دي، په كراچۍ كښې د ريډ لاين، اورنج لاين، د خلقو بس سروس او يلو لاين لاندې د جديد بي آر ټي سيسټم منصوبه كړې شوې۔

نوموړي دغه راز د ترکيې شرکت رييس ته بلنه ورکړه، چې د ډهبېجي په ازاده اقتصادي سيمه کې د توليد فابريکه جوړه کړي.

Leave a reply