که زه په افغانستان کې پاتې وای، نو ضرور به وینه توییدنه شوې وای او د کابل کوڅې به د سوریې په څېر وای. ‏اشرف غني

0
58

که زه په افغانستان کې پاتې وای، نو ضرور به وینه توییدنه شوې وای او د کابل کوڅې به د سوریې په څېر وای. ‏اشرف غني

اشرف غني له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي اماراتو کې پناه واخیسته او نن یې خپله لومړۍ ویډیو بیان خپور کړ.

‏اشرف غني وویل: د تېرې یکشنې په ورځ مې عادي تقسیم اوقات تعقیباوه او غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم؛ خو په لاره کې د فزیکي امنیت مسئولینو متوجې کړم،چې ګواښونه موجود دي.سره له دې چې طالبانو کابل ته د نه ننوتلو اعلامیه خپره کړې وه، خو هغوی د ارګ شاوخوا ځای نیولی وو.
که زه په افغانستان کې پاتې وای، نو ضرور به وینه توییدنه شوې وای او د کابل کوڅې به د سوریې په څېر وای.

اشرف غني زیاته کړه: ‏ زه له کابله ایستلو ته اړ ایستل شوم،او طالبان په ارګ کې خونه په خونه په ما پسې ګرځېدل.
که زه پاتې وای، تاریخ بیا تکرارېده او د افغانستان ولسمشر د خلکو په وړاندې په دار ځوړول کېده.

هغه وویل : تر څو چې معلومات نه لرئ،قضاوت مه کوئ،ملا عمر هم له کندهار او کابل نه ووت،امیر عبدالرحمن، شیرعلي خان او نور مشران هم وتلي وو؛ خو بیرته دوهمه مرحله کې راغلل او د خپلو خلکو خدمت یې وکړ.
‏اشرف غني وویل : پیسې مې نه دي انتقال کړي. دا ډول تورونه په کلکه ردوم. موږ تش لاسونه راغلي یو. یو پرتوګ او کمیس مې راوړي.
‏ د افغانستان خلک سوله غواړي،دا چې کابل کې د وینې توییدنې مخه ونیول شوه، ورباندې خوښ یم.
د سولې پروسه چې اوس یې عبدالله عبدالله او کرزی مخته وړي ملاتړ ترې کوم او باید بریالی شي.
‏اشرف غنی وویل : زه په امنیتي ځواکونو ویاړم، هغوی ماته نه ده خوړلې حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې په سیاسي ډګر کې ماتې خوړلې. دا ماته د سولې پروسه وه،چې په جنګ بدله شوه.

‏اشرف غني زیاته کړه : زه له افغانستانه د تېښتې نیت نه لرم. همدا اوس متحده عرب اماراتو کې یم، مشورې لرم او غواړم وطن ته وګرځېږم تر څو د امنیت، عدالت او واقعي اسلامي او ملي ارزښتونو د بیا اعادې لپاره مبارزه وکړم.

Leave a reply