پخواني وزیراعظم عمران خان منلې چې په خپل دور حکومت کښې د د قانون حاکمیت عملي نه کړې شوې

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د خپل دورې په دوران کښې د قانون حاکميت نه شو کولې۔
المانۍ ميډيا ته په يوه مرکه کې عمران خان وويل ډاکټرانو د ٦ؤ هفتو د استراحت مشوره ورکړې ده او رغېدل څلور اوونۍ وخت نيسي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي د مقبوليت له امله موجوده حكومت ډېر ګواښونه وكړل، موجوده حكومت د يوې سازش په توګه زما لرې كول غواړي او د هغوي مقصد د لارې لرې كول دي۔
پخواني لومړي وزير وويل، زه د خپل ضد د هغه سازش په اړه پوهيږم، چې دوه مياشتې وړاندې د مذهب په نامه زما د وژلو لپاره پيل شوې وه.
هغه زیاته کړه، زه ډاډه یم چې راتلونکې ټاکنې به زما ګوند وګټي، د حکومت پر ضد لاریون د اساسي قانون له مخې دی او دا زموږ حق دی.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل زما حكومت په آئيني ډول نه وو ختم كړے شوے٬ زما حكومت د نېلامۍ په ذريعه ړنګ كړے شو٬ نه د انتخاباتو له لارې كوم چې غېر آئيني وو٬ دا د افسوس خبره ده چې د خپل حكومت په مهال د قانون حاكميت نه شو كولې۔
………………





