ضلع خیبر جمرود سیمه کښې د لیویز ځواک یو اهلکار په ډزو ووژل شو

باغي ټي وي رپورټ
د سرجینوړ ترمخه د ليويز فورس کيپټن شربت خان بيګا شپه د جمرود شاه کس مستل خيل سيمه کښي نامعلومه کسانو په ډزو وژلي دي۔
د پوليس ترمخه د شربت خان ليويز سنټر څخه د رخصتی اخستو وروستو په جمرود شاه کس کښې د خپلو خپلوانو سره مستل خيل سيمه کښې پاتې شوې وو چې ډزې پری وشوې .
د شربت خان مړی خپل کور ته منتقل کړے شوے دے۔
د مرحوم د جنازې لمونځ به نن غرمه ۱۱ بجې د مندو کوټي سکندرخېلو قبرستان کښې ادا کېږي.




