د افغانستان په پلازمینه کابل کښې ښځینه د پارکونو ته په راتګ بندیز لګیدلې دې

0
218

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان په پلازمینه کابل کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګول شو، د ط. ا . ب. ا.ن.و حکومت دا بندیز تایید کړی خو جزیات یې نه دي ورکړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د کابل پارکونو ته د افغان مېرمنو له ننوتلو بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو د حکومت د اخلاقو د وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې چې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز دی، خو نور جزئیات یې ورنه کړل، معلومه نه ده چې دا بندیزونه به څومره عملي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل ښار پارکونو ته د ښځو د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

Leave a reply