عمران خان د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو او احتجاج کوونکو ته ویلي دي چې دوی دې سرکونه نه تړي

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان خپلو کارکنانو ته هدايات کړي چې په سړکونو ټول خنډان لرې کړي.

عمران خان د ټولنیزې مډیا په ویب پاڼه ټوئټر خپل یو بیان کې لیکلي چې “څرنګه چې د ریښتینې ازادۍ لپاره لانګ مارچ بیا پیل شوی، زه خپلو ټولو کارکونکو ته لارښوونه کوم چې سمدستي په ټول هیواد کې د سړکونو بندول ختم کړي.”

ياده دي وي چي د پي ټي آئي لونګ مارچ وزير آباد کښي د عمران خان تر قتل وروسته ځنډولي شوي وو کوم چي نن بيا شروع شو۔
د پاکستان تحريک انصاف لانګ مارچ له وزيراباد نه بيا شروع شوے دے، د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي د حقيقي ازادۍ تحريک به نه دريږي او زور به اخلي۔
عمران خان چې د تحریک انصاف په لانګ مارچ کې په وژونکي برید کې ټپي شوی و، په لاهور کې له خپل کور څخه د ویډیو لینک له لارې د مارچ ګډونوالو ته وینا وکړه.

عمران خان وویل چې د هغه د وژلو هڅه د پلان یوه برخه وه، دا پلان په سپټمبر میاشت کې جوړ شوی و، د سپټمبر په ۲۴ مې ویلي وو چې زما د وژلو پلان جوړ شوی و، ابتسام زموږ اتل دی چې برید یې شنډ کړ. د معظم په شهادت ډیر خواشینی شوم او د هغه د اولادونو د پالنې مسولیت به ادا کوو.
…………………..

Leave a reply