ټیکسلا کښې د پي ټي آیی عوامی نمایندګانو کارکوونکو ترمینځ لانجه، په شخړه کښې درې کسان ژوبل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
په ټکسيلا کښي د پاکستان تحريک انصاف د ايم اين اے او ايم پي اے ترمينځه لانجه اوږده شوه۔
د پي ټي ائي د سپورټ وزير پنجاب ملک تيمور او ايم اين اے منصور حيات ترمينځه تيره ورځ د کارکونکو ترمينځه شخړه شوي وه چي له وجي تيره شپه دوه نيمي بجي يو ځل بيا شخړه رامخي ته شوه او ډزي اوکړي شوي او ډي ايچ کيو راولپنډئ ته منتقل کړے شوي دي۔
د پنجاب د سپورټ وزیر ملک تیمور او ایم این اے منصور حیات په یو بل تورونه لګولي دي، د درې ژوبل شوي کسانو تعلق د ایم این اے منصور حیات ډلې سره دی.
منصور حیات وايي، ډزې هم هغه دولتي ساتونکي کړې، چې له ملک تیمور سره وو، د پېښې ځای ته د ټکسلا د پولیسو ګڼه ګوڼه موجود ده، خو تر اوسه د ډزو قضیه نه ده ثبت شوې.
بل اړخ ته د پي ټي آئي دواړه جماعتونه د اسلام آباد داخله مارګله رضا شاه چوک کښي په ديره ناست دي۔
………………………..