د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه د آئي جي پنجاب مشاور په توګه د نه مقررولو لپاره ملګرو ملتونو ته د خط ليکلو فيصله کړيده

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د آئي جی پنجاب د مشیر په توګه نه ساتلو لپاره ملګرو ملتونو ته د لیک استولو فیصله کړې ده.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې بابر اعوان وويل دعمران خان په هداياتو يې دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل او ډپټي سيکرټري جنرل ته خط ليږلى دى چې دپنجاب آئي جي فيصل شاهکار دخارجه مشاور په توگه نۀ اخلي.

بابر اعوان وويل چې دا يو بد انتخاب دى، هغه څوک چې په خپل ملک کې پخواني وزيراعظم ته امنيت نۀ شي ورکولى هغه به ملګرو ملتونو ته څه مشوره ورکوي.
ياده دي وي چي آئي جي پنجاب فيصل شهکار د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټريس د امن عملياتو لپاره د پوليس مشاور ټاکلي شوي دي۔

د پنجاب د پولیسو په ویب پاڼه کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، فیصل شاهکار لومړنی پاکستانی دی چې دې مقام ته ټاکل شوی، تر دې مخکې له اروپايي او غربي هېوادونو خلک ټاکل شوي دي.
آی جی پنجاب فیصل شاهکار د پاکستان د پولیسو د خدماتو یو لوړ پوړی افسر دی چې د پاکستان د پولیسو په خدمت کې نږدې 30 کاله تجربه لري او د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر او په ملګرو ملتونو کې د مختلفو ساحوي وظیفو لپاره د 9 کلونو تجربه لري.

فیصل شهکار په ۲۰۲۱-۲۰۲۰ کلونو کې د ملګرو ملتونو د پولیسو په چوکاټ کې د ټیم مشر په توګه دنده ترسره کړې، تر دې وړاندې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ پورې د ملګرو ملتونو د پولیسو په څانګه کې دنده ترسره کړې وه.

فیصل شهکار د ملګرو ملتونو تر ماموریت لاندې لایبریا او بوسنیا کې هم څه باندې درې کاله دنده ترسره کړې ده.
…………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载